د افغانستان-ایران ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا؛ د سوداګرۍ خونې رییس د ایران له سفیر سره کتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس “سید کریم هاشمي” په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ټرانزیټي چارو، د سرحدي اسانتیاوو د ښه‌والي او د ترانسپورټي زېربناوو د پیاوړتیا په اړه هم بحث او د نظر تبادله کړې ده.

سرچینه زیاتوي، د دې ناستې موخه دا وه چې د افغانستان- ایران د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته او اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button