کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په کابل ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه غونډه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په کوربتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو استازو، د یوناما او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو سازمان، د ګڼو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو او متخصصینو ګډون کړی و.
د اسلامي امارت د اړوندو وزارتونو استازو غونډې ته وویل چې د امیرالمؤمنین د فرمان له صادرېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راټیټ شوی دی.
دوی د قانون د پلي کېدو، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې، موجودې ننګونې او وړاندیزونه شریک کړل.
د اسلامي امارت استازو ټینګار وکړ چې افغانستان د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کې کلک هوډ او وړتیا لري او زیاته یې کړه چې د دې مبارزې ګټې یوازې افغانستان ته نه، بلکې سیمې او نړۍ ته هم رسېږي. هغوی وویل چې د دغو لاسته راوړنو ساتنه ګډ مسؤلیت، ګډې پانګونې او د متقابل باور پر بنسټ همکارۍ ته اړتیا لري.
په غونډه کې د اسلامي امارت مسؤلینو د مصنوعي نشهيي توکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغو موادو سرچینې د افغانستان له پولو بهر دي او که مخه یې ونه نیول شي، نو سیمه او نړۍ به ورڅخه زیانمنه شي.
بلخوا یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او د بېلابېلو هېوادونو استازو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او د کوکنارو د کښت د کمېدو یادونه یې د افغانستان په تاریخ کې مهم پرمختګ وباله.
ګډونوالو همداراز ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به مرستې او همکاري دوام ولري.
ګڼو ګډونوالو ټینګار وکړ چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو ته د بدیل معیشت اسانتیاوې برابرې شي او د معتادینو د درملنې او بیا ټولنې ته د ستنولو پروګرامونه پیاوړي شي.


















