عائشه قذافي: سیف الاسلام د موساد له لوري وژل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د لیبیا د پخواني مشر معمر القذافي لور عائشه قذافي ادعا کړې، چې ورور یې سیف‌الاسلام قذافي د اسرائیلو د استخباراتي شبکې (موساد) له لوري وژل شوی دی.

اغلې قذافي اسرائیلو ته نږدې لیبیایي ملیشې هم تورنې کړې، چې ګواکې د صهیونیستي رژیم سره یې د سیف‌الاسلام قذافي د وژلو په ترسره کېدو کې مرسته کړې ده.

نوموړې د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د ورور په مړینه خواشینې ده؛ خو دا د ویاړ ځای بولي چې سیف‌الاسلام په لیبیا کې پاتې شو، د لیبیا د خلکو باور یې ترلاسه کړی و او هلته شهید شو.

عائشه قذافي همداراز ویلي چې خپلو سیاسي فعالیتونو ته به دوام ورکوي او د خپل پلار معمر القذافي او ورور سیف‌الاسلام قذافي لار به تعقیبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button