کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړي غړي “موسی ابومرزوق” ویلي، چې دغه غورځنګ هېڅکله د بېوسلې کېدو له کومې هوکړې سره موافقه نه ده کړې او دا ډول ادعاوې یې درواغ بللي دي.
ابومرزوق الجزیرې سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې حماس د اوربند په هېڅ پړاو کې د وسلو د سپارلو شرط نه دی منلی. هغه زیاته کړې چې د غزې په اړه هر ډول پلان باید د حماس له غورځنګ سره د توافق او تفاهم له لارې عملي شي.
نوموړي یادونه کړې، چې حماس یوازې د غزې په تړاو د جګړې د درولو لپاره د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې له عمومي چوکاټ سره موافقه کړې ده.
ابومرزوق همداراز ویلي ،چې حماس د مصري منځګړو په وسیله د جوړېدونکې فلسطیني کمېټې له نوملړ څخه یوازې له دوو کسانو سره مخالفت کړی و، چې د هغه په وینا یو یې وروسته لرې شوی هم دی.
هغه دا هم ویلي چې د اسرائیلي اسیرانو د مړو او ژوندو د سپارلو چارې د حماس د شرطونو او شوې هوکړې له مخې ترسره شوې او زیاته یې کړه چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو حق نه لري چې له دې موضوع ناوړه سیاسي ګټه واخلي.


















