کابل ټکی کام ۰۶حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له هرات څخه خبري منابع وایي، چې د هرات ولایت د صرافۍ یو مارکېټ د غلو له لورې لوټل شوی دی، چې د پیسو دېرش سیفونه یې له ځانه سره وړي دي.
د هرات د صرافانو د ټولنې رئیس بهاالدین رحیمي ویلي دي، چې یاده پېښه تېره شپه د دغه ولایت په شهر نو سمیه کې را منځته شوې ده.
د ده له قوله چې غلو د دغې پېښې په ترڅ کې د پیسو دېرش سیفونه وړي دي.
نوموړي د پيسو کره شمېره نه ده په ګوته کړې، او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال امنیتي ځواکونو د مارکېټ ساتونکی نیولی، او تر پوښتنو لاندې دی.















