کابل ټکی کام ۰۶حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په دې وروستیو کې د بلجیم پلازمینه بروکسل کې پر هوایي ډګر او پر میترو سټېشن چاودنې وشوې، چې له کبله یې ۳۴ کسان ووژل شول، او شاوخوا سلګونه تنه نور ټپيان شول.
د بلجیم د فدرال څارنوالۍ خبر ور کړی دی، چې د یادو چاودنو په تړاو د پولیسو د تلاشۍ په ترڅ کې تر دا مهاله ۶ تورن کسان نیول شوي دي.
د بلجیم د فدرال د څارنوالۍ ویاند ایریک وان ویلي دي، چې د پولیسو تلاشي دغه هېواد په شمال، غرب او د بروکسل په مرکزي مناطقو کې ترسره شوي دي.
هغه وویل، چې د یادو کسانو د تورن ثابتولو په اړه نن تصمیم نیول شوی دی.















