ابو عبیده: د اشغالګرو د همکارانو تور برخلیک او نابودي نږدې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څنګې القسام ویاند “ابو عبیده” الجزیرې تلویزیوني شبکې ته ویلي چې د اشغالګرو د وسایلو او همکارانو تور برخلیک نږدې شوی او د هغوی پایله به حتمي مرګ او له منځه تګ وي.
ابوعبیده ټینګار کړی، چې دښمن به ونه شي کولای خپل همکاران او وسایل خوندي وساتي.
ابو عبیده زیاته کړې،چې دښمن پر ملکي وګړو زور ازمایي او د مقاومت پر هغو جنګیالیو بریدونه کوي چې د لوږې او کلابندۍ له امله ستړي شوي دي او دا ډول کړنې یې له مېړانې او زړورتیا څخه لرې بللې دي.
ابو عبیده یوځل بیا د مقاومت پر دوام ټینګار کړی او ګواښ یې کړی، چې د غزې برخلیک به یوازې فلسطنیان ټاکي او که د هر هېواد پوځیان راغلل د اشغالګرو په څير چلند به ورسره وشي.



