والسټریټ ژورنال: د ایران کمزوري کېدل د سیمې معادله بدلوي؛ اسراییل منزوي او قطر او سعودي پیاوړي کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د والسټریټ ژورنال د شنونکي والټر راسل مېډ د مقالې له مخې، په منځني ختیځ کې د ایران وروستي کمزوري کېدل د سیمې سیاسي توازن په بنسټیز ډول بدل کړی دی.
ایران د سختو اقتصادي ستونزو، نړیوال فشار او د خپلو سیمهییزو متحدینو د نفوذ د کمېدو سره مخ دی، خو بیا هم پر خپل اټومي او توغندیز پروګرام ټینګ ولاړ پاتې شوی.
په مقاله کې راغلي ، سره له دې حالت، نه تهران او نه هم واشنګټن دا مهال جګړې ته لېواله دي او خبرې اترې لا هم روانې دي.
مقاله څرګندوي چې د ایران د نفوذ له شاتګ وروسته، یو نرم سني ائتلاف د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر او پاکستان په محور کې رامنځته شوی، چې هڅه کوي د سوریې او لبنان له رامنځته شوې تشې ګټه واخلي.
مقاله ليکونکی زياتوي، په دې بدلون کې قطر بېرته د سیمې د ډیپلوماسۍ مهم مرکز ګرځېدلی، خو متحده عربي امارات د اسراییلو د نږدې متحد په توګه په عربي او اسلامي نړۍ کې تر ډېره منزوي شوی دی.
همداراز سعودي عربستان، چې پخوا یې د «ابراهیم تړونونو» د یوځای کېدو امکان څېړلو، اوس د فلسطین په اړه د اسراییلو پر سیاستونو نیوکې زیاتې کړې دي.
شننه زیاتوي چې د سعودي د دریځ بدلون درې مهم لاملونه لري: د اسراییلو د پوځي او استخباراتي ځواک زیاتېدو د ریاض اندېښنې زیاتې کړې، د کورنیو اقتصادي او پراختیايي پروژو کمزوري کېدل د محافظهکارو کړیو ملاتړ ته اړتیا زیاته کړې، او له اسراییلو واټن نیول د اماراتو پر وړاندې د سیاسي سیالۍ یوه وسیله ګرځېدلې ده. د مقالې له مخې، تر هغه چې دا سني ائتلاف فعال وي، اسراییل به په سیمه کې د خپل سیاسي ادغام له جدي ننګونو سره مخ پاتې شي.



