ډونالډ ټرمپ: یا به له ایران سره هوکړه وشي او یا به امریکا سخت پوځي اقدام وکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره روانې اټومي خبرې بې پایلې شي، واشنګټن ښايي منځني ختیځ ته دوهمه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ واستوي.
نوموړي د «اکسيوس» له رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې امریکا او ایران تېره اوونۍ په عمان کې خبرې بېرته پيل کړې، خو هممهاله امریکا په خلیج کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی او ښايي نور ځواکونه هم ځای پر ځای کړي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې یا به له ایران سره هوکړه وشي او یا به امریکا سخت پوځي اقدام وکړي. هغه وویل دا ځل ایران د خبرو په اړه جدي ښکاري، خو تهران لا هم ټینګار کوي چې خبرې باید یوازې د اټومي پروګرام په اړه وي او د یورانیمو د غني کولو له حقه به تېر نه شي.
بل لور ته، د سیمې سیاسي خوځښتونه هم چټک شوي دي؛ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته روان دی، او ایراني چارواکي د عمان او قطر له مشرانو سره سلا مشورې کوي.
تمه ده د امریکا او ایران د خبرو دوهم پړاو راتلونکې اوونۍ ترسره شي، خو د پوځي فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ روان توازن د سیمې د راتلونکي مهم ټاکونکی بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button