عباس عراقچي: ایران له امریکا سره د اټومي هوکړې لپاره مشخص پلان چمتو کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی چې هېواد یې له امریکا سره د احتمالي اټومي هوکړې لپاره یو مشخص پلان چمتو کوي.

د هغه په وینا، دا پلان به داسې وي چې ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړي، خو په عین حال کې د اټومي انرژۍ د سوله‌ییز استعمال حق، لکه د برېښنا تولید، درمل جوړونه او کرنه، خوندي وساتي.

عراقچي ویلي، ایران لا هم پر امریکا بشپړ باور نه لري، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۵ کال د مذاکراتو پر مهال د ترسره شویو پوځي بریدونو له امله. هغه ټینګار وکړ چې تهران غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ورته پېښې به بیا نه تکرارېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره روانې اټومي خبرې بې پایلې شي، واشنګټن ښايي منځني ختیځ ته دوهمه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ واستوي او ممکن سخت پوځي اقدام ته اړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button