ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګ القسام لېوا ویاند “ابو عبیده” ویلي، دوی تاییدوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې وروستي ګواښونه، پخواني بریدونه او محاصره د هغو ملتونو او مقاومتي رهبرۍ پر وړاندې د غچ اخیستلو ناکامه هڅه ده چې د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا دریځ د فلسطین د خلکو د زړور مقاومت د ملاتړ لپاره مستقیم او ښکاره اعلان دی.

هغه ټینګار کړی، چې د خدای په فضل او د ازادو ملتونو د ملاتړ له امله، فلسطیني مقاومت د الاقصی طوفان عملیاتو پر مهال افسانوي استقامت وښود.

د ده په وینا، مقاومت د صهیونیستي ریژیم د نه ماتېدونکي ځواک تصور مات کړ او د صهیونیسټ رژیم ټول اعلان شوي اهداف یې شنډ کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button