حسام بدران: غزې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “حسام بدران” ویلي، غزې تړانګې ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو په اړه له ګڼو اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي.

بدران څرګنده کړې، چې صهیونیستي رژیم غزې ته د قطر، ترکیې او پاکستان د پوځیانو له لیږولو سره مخالفت کړی دی.

د هغه په وینا، یاد رژیم یوازې د محدود شمېر مصري، اندونیزیایي او مراکشي پوځیانو له استولو سره موافقه ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې حماس غزې ته د ترکي، قطري او پاکستاني ځواکونو ورتګ یو اساسي شرط ګڼي او ټینګار یې کړی، چې د سیمې امنیتي ترتیبات باید د فلسطینیانو د ګټو او غوښتنو پر بنسټ وي.

حسام بدران وویل، د غزې د راتلونکې په اړه هر ډول پرېکړه باید د فلسطیني ولس د ارادې او ملي ګټو په رڼا کې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button