کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، چې عربي هېوادونه باید له اسرائیلو سره خپلې پټې اړیکې ورو، ورو ښکاره کړي، څو نړیواله ټولنه هم درک کړي چې دا هېوادونه د اسرائیلو خلاف نه دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې پټې اړېکې نورې اغېزمنې نه دي او اړتیا ده چې دا اړېکې په ښکاره توګه وړاندې شي.
ټرمپ همداراز له اسرائیلو هم غوښتي چې له عرب هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې وساتي، ځکه د هغه په باور دا کار د سیمې ثبات او سیاسي همکارۍ ته لار هوارولی شي.
هغه زیاته کړې، چې د منځني ختیځ هېوادونو او اسرائیلو ترمنځ ښکاره اړېکې کولی شي د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو نوی فصل پرانیزي.


















