د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغان سوداګرو او د داغستان د سوداګریز پلاوي ترمنځ د سوداګریزې شبکې غونډه ترسره شوه، چې په پایله کې یې د ټرانسپورټ او خوراکي توکو په برخه کې د څه باندې ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د یادې خونې په وینا، د دې هوکړو موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراخول دي.

د معلوماتو له مخې، داغستاني سوداګریز پلاوي په کابل کې د ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون کې هم ګډون کړی او د افغانستان د ودانیز سکټور د نوښت، پانګونې او دوامدارې ودې ملاتړ یې څرګند کړی دی. مسوولين وایي، دا ډول اقتصادي ناستې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهمې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button