جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
6
ځلې شریک شوی
78
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د جمعي امنیت تړون سازمان (CSTO) یو ځل بیا په افغانستان کې د نړیوالو توندلارو او ترهګرو ډلو د فعالیتونو له امله د سیمې پر امنیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د دغه سازمان د ګډو ځواکونو قوماندان “اندریې نیکولاوېچ” سردیوکوف ویلي، داسې ډلې شته چې ګاونډیو ته د ترهګرۍ د صادرولو وړتیا لري او دا چاره د سیمې ثبات او امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د رادیکالو ایډیالوژیو خپرېدل او د نشه‌يي توکو قاچاق لا هم مهمې ننګونې دي.

بلخوا، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګیې شویګو ویلي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې وضعیت د سي‌ایس‌ټي‌او د ټولو غړو هېوادونو پر امنیت اغېز لري.
خو د اسلامي امارت ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” دا اندېښنې بې‌ځایه بللې دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په پولو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او له تاجکستاني لوري سره په دې برخه کې تفاهم موجود دی.

مجاهد زیاته کړې چې که څه هم پخوا دغه لارې د قاچاقبرو د تګ راتګ لپاره کارېدلې، خو اوس یې امنیت په مراتبو ښه شوی او همغږي زیاته شوې ده.

د هغه په وینا، د اندېښنو پر ځای باید مثبت تعامل ته پام وشي او سیمه‌ییزه همکاري نوره هم پیاوړې شي. هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته زیان ونه رسېږي.

سي‌ایس‌ټي‌او په ۱۹۹۲م کال کې د تاشکند تړون له مخې رامنځته شو او اوس مهال روسیه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړیتوب لري.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې سیمو کې امنیتي پېښې شوې دي.

په لږ تر لږه دوو بریدونو کې، چې ویل کېږي د افغانستان له خاورې ترسره شوي، پنځه د چین وګړي چې د تاجکستان په کانونو کې یې کار کاوه، وژل شوي وو.

د دغو پېښو وروسته تاجکستان له روسیې وغوښتل چې له افغانستان سره د خپلې پولې د ساتنې لپاره ورسره مرسته وکړي، خو کابل ویلي وو چې دا ډول پېښو کې داسې کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو هڅه کوي.

لوی ټکي: مجاهد،افغانستان،تاجکستان،روسیه،
مخکینې مطلب

مسوولين: يو کال کې څه باندې ۱۳ زره تاریخي او فرهنګي اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي

بل مطلب

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com