کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشيباني له عراق څخه مننه کړې چې د داعش بندیان یې په خپل هېواد کې منلي او پاللي زیاتوي چې د داعش بندیانو له سوریې څخه عراق ته انتقال د متحده ایالاتو د تحلیلي ارزیابیو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د عراق د عدلیې وزارت پرون د داعش د بندیانو د مليتونو معلومات خپاره کړل، چې په ټوله کې ۵۷۰۳ بندیان له ۶۱ هېوادونو څخه دي. د دوی له ډلې ۴۲۵۳ عرب، ۹۸۳ غیر عربي، ۴۶۷ عراقیان او ۳۵۴۳ سوریان دي.
الشيباني ټینګار کړی چې د داعش د خطر د مخنیوي لپاره د سوریې او عراق ګډه همکاري اړینه ده او د بندیانو د انتقال پروسه د دواړو هېوادونو او نړیوالو ادارو په همغږۍ ترسره شوې ده.


















