نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همدې مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

په همدې ورځ، ۳۷ کاله وړاندې د شوروي پوځ وروستی افسر د د دوستۍ پل له لارې خپل هېواد ته واوښت او په افغانستان کې د هغوی نږدې لس کلن پوځي اشغال پای ته ورسېد.

شوروي ځواکونو چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل کړی و، شاوخوا یوه لسیزه یې جګړه وکړه.

د جګړو له امله میلیونونه افغانان شهيدان شول، ټپیان شول او یا له خپلو کورونو بې‌ځایه شول.

د رسمي شمېرو له مخې، په دې موده کې له څوارلس زرو ډېر شوروي سرتېري هم وژل شوي دي.

شنونکي وايي، د شوروي ځواکونو وتل د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه سیاسي او پوځي پېښه بلل کېږي، چې نه یوازې یې جګړه پای ته ورسوله، بلکې د سیمې او نړۍ پر سیاسي بدلونونو هم اغېز وکړ.

دا ورځ هر کال د تاریخي بدلون، قربانیو او د افغانانو د مقاومت د یاد په توګه نمانځل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button