د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د هوايي دفاع سیستمونو تېره شپه د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې رانسکورې کړې.

وزارت زياته کړې چې دغه بې‌پيلوټه الوتکې د آزوف سمندر، کراسنودار، د کریمیا جمهوريت، کورسک او ستافروپول سیمو او د تور سمندر په سیمو کې نسکورې شوې دي.

د روسیې دفاع وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د هوايي دفاع سیستمونه د هر ډول بې‌پيلوټه الوتکو د ګواښونو په وړاندې پوره چمتووالی لري او د هېواد د امنیت د ساتلو لپاره به په دوامداره توګه ګامونه پورته کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button