اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې د ۳۷مې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې او دغه ورځ یې د افغانستان په تاریخ کې ویاړمنه او د شکر ورځ بللې ده.

اسلامي امارت په خپره شوې اعلامیه کې د هېواد مسلمانو او مجاهدو وګړو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو او مسلمانانو جهاد، مبارزه، قربانۍ او هجرتونه افغانستان ته ویاړ ور وباښه چې د نړۍ یو ستر قوت مات او له هېواده وباسي.

په اعلامیه کې راغلي چې د الله تعالی په نصرت سره افغانستان په تېرو سلو کلونو کې درېیم ځل له اشغال څخه ازاد شوی، چې دا د افغان مسلمان ولس د دین ساتنې او خپلواک ژوند لپاره د کلک هوډ څرګندونه کوي.

اسلامي امارت همداراز ټینګار کړی چې د تېرو یرغلونو او د افغانانو د مقاومت له تجربې څخه باید متجاوز لوري عبرت واخلي او بیا دې د افغانستان د ازادۍ او حریت پر ضد اقدام ونه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې افغان ولس باید د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیدار پاتې شي او د اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي، څو دین، عقیده او خپلواکي خوندي وساتل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button