ډونالډ ټرمپ: د غزې د بیارغونې او بشري مرستو لپاره له ۵ میلیارد ډالرو زیاته ژمنه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سولې شورا غړو هېوادونو غزې تړانګه کې د بشري مرستو او بیارغونې لپاره له ۵ میلیاردو ډالرو څخه د زياتې مرستو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه هېوادونه به د سیمې د ثبات لپاره زرګونه ځواکونه هم واستوي او ټینګار یې وکړ چې حماس باید سمدستي او په بشپړه توګه بې‌وسلې کېدو ته غاړه کېږدي.

خو حماس په وار وار اعلان کړی چې هېڅکله به خپلې وسلې تسلیم نه کړي او هر هغه ځواک سره به جګړه وکړي چې د دوی د بې‌وسلې کولو لپاره غزې ته داخلېږي.

د يادونې ده چې د غزې لویه برخه د جګړو پر مهال تر ټولو زياته د امريکايي بمونو په وسیله په پراخه کچه ویجاړه شوې ده.

شنونکي وايي چې د مرستو او بیارغونې پلانونه به هغه وخت اغېزمن شي چې د امنیت، اوربند او سیاسي حل په اړه عملي توافق رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button