غزه کې د صهیونیستي ريژیم د بریدونو له امله ګڼ فلسطینیان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د راپور له مخې، په تازه بریدونو کې صهیونیستي ځواکونو د غزې په شمالي جبالیا سیمه کې د بېځایه شویو خلکو خیمې هم په نښه کړې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پینځه تنه شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې یاد بریدونه د ملکي وګړو پر مېشت ځایونو شوي، او لا هم د زیانونو د کره شمېر په اړه معلومات بشپړ نه دي خپاره شوي.



