معمر القذافي کلونه وړاندې د صهیونیستي ریژیم او امریکا د پلانونو په اړه خبرداری ورکړی و

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د لیبیا د پخواني پوځي واکمن معمر القذافي له پخوانیو څرګندونو سره سم، هغه ادعا کړې وه، چې د صهیونیستي ریژیم او امریکا ناوړه پلانونه به د فلسطین له نابودۍ وروسته نورو عربي او اسلامي هېوادونو ته هم وغځېږي.

د هغه په وینا، له فلسطین وروسته به د سوریې او لبنان ځواکونه کمزوري شي، او ورپسې به تمرکز پر مصر او اردن وشي.

القذافي خبرداری ورکړی و، چې وروسته به یرغل د سیمې نورو برخو ته وغځېږي او حتی د مکې او مدینې د نیولو هڅې به هم وشي.

هغه د خلیجي هېوادونو رهبرانو ته په خطاب کې ویلي وو، چې د جګړو په صورت کې به دوی اړ شي خپلې شتمنۍ او ماڼۍ پرېږدي او د خوندي ځای په لټه کې وتښتي؛ خو د هغه په وینا هېڅ خوندي پناهځای به موجود نه وي.

نوموړي دا هم ویلي وو، چې وروسته به شمالي افریقا هم له ګواښ سره مخ شي او د لیبیا، الجزایر، تونس، مراکش او موریتانیا په ګډون به د مغرب عربي هېوادونه د نوو دښمنو دولتونو له فشار سره مخ شي.

القذافي ټینګار کړی و چې که دا پلانونه عملي شي، نو هېڅ هېواد به ترې خوندي پاتې نه شي او ټول به د احتمالي شخړو او بدلونونو هدف وګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button