کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، که پر ایران پوځي برید وشي، نو دوی به په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو اړوند بېړۍ هدف وګرځوي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې په سیمه کې هر ډول پوځي اقدام به پراخ غبرګون ولري او ښايي د جګړې لمن نوره هم پراخه کړي.
جنرال یحیی سریع ټینګار کړی چې یمني ځواکونه د سیمې د تحولاتو څارنه کوي او که وضعیت ترینګلی شي، نو د خپلو متحدینو د ملاتړ لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه د امریکا او اسرائیلو له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو کارپوهان وایي چې دا ډول ګواښونه د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کولی شي.


















