کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د هرات ځايي مسوولین وايي، چې ټاکل شوې د روان کال په ترڅ کې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۰ زره نیالګي کېنول شي.
مسوولين وايي، د دې پروګرام له مهمو برخو څخه د هرات له نښلوونکو لویو لارو سره د ونو کېنول، د ښار په شاوخوا کې د پارکونو جوړول او د ویجاړو شنو ساحو بیا رغونه ده، څو ښاري چاپېریال بېرته ښه شي او د ښکلا او هوا د کیفیت په ښه کولو کې به مرسته وکړي.
بلخوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ملي او نړیوالو بنسټونو او خصوصي سکتور څخه غوښتي چې د نیالګیو په کېنولو او د چاپېریال په ساتنه کې همکاري وکړي.


















