کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پنځلسمه غونډه د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه چې پکې د کابل ولایت د دهسبز ولسوالۍ د ترهخېلو تنګي سیمه کې د اداري کمپلېکس د جوړولو څرنګوالي ارزونې لپاره پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو اړوند اړتیاوې وپيژني او خپل راپور د پرېکړې لپاره کابینې ته وړاندې کړي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د ریاست الوزراء مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو د روغتیايي ارګانونو سره د ستونزو د حل لپاره غونډې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي د مالیې وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د درېیمې ربعې مرکزي او ولایتي عواید، د عوایدي فرصتونو او پراختیايي پروژو د مصرف راپور وړاندې او تایید شو. په غونډه کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې او د مرستو چمتوالي په اړه هم بحث شوی دی.


















