د پاکستان هوايي بریدونو ننګرهار او پکتیکا کې لسګونه عام خلک شهيدان کړي/ د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پوځي ځواکونو تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د پاکستان د «خاصو نظامي حلقو» له لوري ترسره شوي او په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان پکې شهيدان شوي او ټپیان دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې: پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي.

ځايي سرچینې وايي، د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په سرخت سیمه کې د پاکستان جنګي الوتکو یو تش کور هم بمبار کړی چې د راپورونو له مخې په کې څوک نه اوسېدل او مرګ‌ژوبله یې نه ده اړولې. بلخوا، ویل کېږي چې هوايي بریدونه د پکتیکا برمل ولسوالۍ او د ننګرهار په خوګیاڼو، غني‌خېلو او بهسودو ولسوالیو کې هم ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوه ملکي کور د بمبار له امله ۲۳ کسان تر خاورو لاندې شوي، چې تر اوسه یې یوازې پنځه تنه موندل شوي او د نورو د لټون هڅې روانې دي.

همداراز په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په پکتیکا کې یوه مدرسه هم بمبار شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button