ملي دفاع وزارت: د پاکستاني هوايي بریدونو پر وړاندې به مناسب او حساب شوی ځواب ورکړل شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر حریم د تېریو په دوام، یو ځل بیا د ننګرهار ولایت او پکتیکا ولایت په څو ملکي سیمو هوايي بریدونه شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې یوه دیني مدرسه او ګڼ ملکي کورونه په نښه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپیان دي.
دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه نقض او پر ملکي اهدافو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
دفاع وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه یې شرعي او ملي مسؤولیت دی.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د افغانستان پر وړاندې دا ډول تکراري بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي او په مناسب وخت کې به مناسب او حساب شوی غبرګون وښودل شي. وزارت همداراز ویلي چې پر ملکي اهدافو بریدونه د پاکستان پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی.

مربوطه مطالب

Back to top button