اكسيوس: ليندسي ګراهام ټرمپ ته د ايران د نه بمبار سپارښتنې ردولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د امريکا جمهوري غوښتونکي سناتور ليندسي ګراهام ويلي، يو شمېر کسان چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې کړۍ کې دي، هغه ته د ايران د بمبار نه کولو سپارښتنه کوي، خو دی ټرمپ هڅوي چې دا مشورې له پامه وغورځوي.
د اكسيوس د راپور له مخې، ټرمپ لا د احتمالي پوځي اقدام په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، سره له دې چې د متحده ايالاتو پوځ د لویو عملياتو لپاره پوځي چمتووالی بشپړ کړی دی.
د راپور له مخې، ټرمپ ته د ايران پر وړاندې بېلابېل پوځي انتخابونه وړاندې شوي، چې پکې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر علي خامنئي د هدف ګرځولو سناريو هم شامله ده، خو په عين وخت کې د هغه ځينې سلاکاران د پوځي اقدام پر ځای د فشار د وسيلې په توګه د ګواښ کارولو او د پرېکړې د ځنډولو غوښتنه کوي.
ګراهام، چې د ټرمپ له نږدې سياسي متحدانو ګڼل کېږي، د پوځي اقدام له پلويانو څخه دی وايي د پوځي اقدام د خطرونو په اړه اندېښنې شته، خو د ده په باور د ايران پر وړاندې پرېکنده ګام “تاريخي بدلون” راوستلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button