عبدالسلام ضعیف: پاکستان د خپلې داخلي ناکامۍ او ستونزو په بدل کې بې‌ګناه خلک په نښه کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان پخواني واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دغه هېواد سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د پکتیکا او ننګرهار په څو سیمو کې د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې بمبارۍ کرغېړن او بزدلانه عمل بللی او ويلي دي دا ډول بریدونه د اسلام او د ګاونډیتوب اصولو ښکاره سرغړونه ده.
ښاغلي ضعیف زیاته کړې، پاکستاني پوځي رژیم له خپلو مسؤلیتونو تښتي او د خپلې داخلي ناکامۍ او ستونزو په بدل کې بې‌ګناه خلک په نښه کوي. هغه دا عمل د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او د سیمه‌ییز ثبات خلاف وبللو.
ښاغلي ضعیف ويلي، چې د افغان ولس د امنیت او د ملي حریم ساتنه یو بنسټیز حق دی او د دې ډول بې‌ګناه بریدونو تکرار به د سیمه‌ییزو اړیکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button