منظور پښتون: پر پښتنو د پاکستاني پوځ بریدونه د استعماري سیاستونو دوام دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي، د پاکستان پوځ په بېلابېلو پښتني سیمو کې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه د ظلمونو او استعماري پالیسیو دوام ښيي.
نوموړي ادعا کړې چې پوځ په تیراه کې پنځه بېګناه پښتانه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي، او وروسته یې د دغې پېښې پر ضد پر اعتراض کوونکو هم برید کړی دی.
هغه همداراز ویلي، د شپې له خوا د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې هم د برید له امله ښځې او ماشومان وژل شوي، چې دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
منظور پښتون زیاته کړې چې په وروستیو ورځو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، لکي مروت او نورو پښتني سیمو کې د پاکستان پوځ او وسلوالو ترمنځ نښتو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه دا پېښې د استعماري نظام دوام بللی او ټینګار یې کړی چې غورځنګ به د دغو بریدونو پر ضد دریځ خپل کړي او د خپلو خلکو تر څنګ به ولاړ وي.



