لغمان کې د ۲۷۰ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي مرکز نوې ودانۍ جوړه شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ کب، ۱۴۰۴ل)

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په چنار کشمنډ سیمه کې د ۲۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز نوې ودانۍ جوړه شوې ده.
د مسوولینو په وینا، دغه مرکز به د مور او ماشوم لپاره ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د سیمې یو اوسېدونکی وايي، له دې وړاندې د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ وو، خو د نوي روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د خلکو مهمې روغتیايي اړتیاوې پوره او د درملنې ستونزې به تر ډېره حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button