د تذکرو د تایید فیس لغوه شو او تذکره کې د تېروتنو اصلاح به هم وړیا ترسره کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د احصایې او معلوماتو ملي اداره اعلان کړی چې د مراجعینو د اسانتیا لپاره د تابعیت تذکرو د تایید خدمتونو فیس معاف شوی او له دې وروسته به دغه خدمتونه د هېڅ ډول لګښت پرته ترسره کېږي.
د ادارې په وینا، دا پرېکړه د اسلامي امارت د زعیم شیخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده د حکم پر بنسټ عملي شوې ده.
ادارې همدارنګه ویلي، که د تذکرو په معلوماتو کې د کارکوونکو له لوري سهواً تېروتنې شوې وي او معلومات ناسم ثبت شوي وي، د اړوندو مسؤلینو له تایید وروسته به دا معلومات هم وړیا اصلاح کېږي.
د معلوماتو له مخې، په ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو آمر، په ولسوالیو کې مدیران، او په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت مرکزونو مسؤلان به د یادو اصلاحاتو د تایید چارې ترسره کوي، او له مراجعینو څخه به هېڅ فیس نه اخیستل کېږي.



