واشنګټن له بیروت د غیر ضروري ډیپلوماتانو د وتلو امر کړی؛ د روبیو د اسرائیل سفر د ځنډېدو احتمال

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسوشيېټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیروت کې غیر ضروري ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د وتلو امر کړی دی.
دغه پرېکړه د سیمې د امنیتي وضعیت د ارزونې وروسته شوې او چارواکي وایي چې دا اقدام د احتیاطي تدابیرو په توګه لنډمهاله دی، خو سفارت خپل عادي فعالیت ته دوام ورکوي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د احتمالي پوځي شخړې اندېښنې لا زياتې شوې دي.
بل لور ته، د راپور له مخې ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خپل ټاکل شوی سفر اسرائیل ته وځنډوي.
امریکايي چارواکي وایي د سیمې وضعیت له نږدې څارل کېږي او وروستي اقدامات د احتمالي امنیتي ګواښونو د مدیریت لپاره ترسره شوي



