د امریکا لوی پوځي سلاکار ټرمپ ته: د ایران پر ضد برید ښايي امریکا اوږدې جګړې ته کش کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز رئیس دان کین ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته سپارښتنه کړې چې پر ایران هر ډول پوځي برید له جدي خطرونو سره مل دی او ښايي امریکا اوږدمهاله جګړې ته راکش کړي.
د راپور له مخې، د ټرمپ په اداره کې لا هم بحث روان دی چې له ایران سره د کړکېچ د حل لپاره کومه لاره غوره ده.
سرچینې وايي د ټرمپ ځینې نږدې کسان، لکه جارېد کوشنر او سټیو ویتکوف، پر ولسمشر فشار راوړي چې لا ډېر وخت ورکړي او ډیپلوماسۍ ته فرصت پرېږدي.
همداراز مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د احتمالي اوږدې جګړې او خطرونو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي، که څه هم وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
په ورته وخت کې ځینې سیاستوال د برید ملاتړ کوي، چې له ډلې یې سناتور لېنډسي ګراهام او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو یادېږي. خو سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې د برید د ترسره کېدو، وخت او څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه لا هم نه ده اعلان شوې.



