ولسمشر اردوغان: له افغانستان سره جګړه کې لویو قدرتونو هم ګټه نه ده ترلاسه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې په غیر مستقیم ډول پاکستان ته په اشاره ویلي، چې له افغانستان سره په جګړه کې حتی لویو قدرتونو هم کومه ګټه نه ده ترلاسه کړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې پوځي حللارې د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره اغېزمنې نه دي او تجربه ښيي چې جګړې یوازې تاوانونه او بې‌ثباتي زېږوي.

د هغه په وینا، دوامدار ثبات او امنیت یوازې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې رامنځته کېدای شي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونه باید اختلافات د تفاهم او سیاسي لارو هوار کړي، څو د نوو کړکېچونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي بحثونه زیات شوي او د افغانستان اړوند موضوعات یو ځل بیا د دیپلوماتیکو ناستو په اجنډا کې شامل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button