اخوان المسلمین له افغانستان- پاکستان د زغم غوښتنه کړې او پر دیپلوماتیک حل یې ټینګار کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ له افغانستان- پاکستان غوښتي چې د وروستیو کړکېچونو په تړاو له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او ستونزې د خبرو او دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
د دغه غورځنګ ویاند “صهیب مقصود” کابل ټکی کام ته په رالیږلي ایمیل کې ویلي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شته اختلافات باید د تفاهم، متقابل درناوي او رسمي ډیپلوماټیکو میکانیزمونو له لارې حل شي، ځکه تاوتریخوالی د سیمې په ثبات منفي اغېز کولای شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان د تاریخي، دیني او کلتوري مشترکاتو له مخې نږدې اړیکې لري او د هر ډول تاوتریخوالي دوام نه یوازې د دواړو ملتونو په زیان دی، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او اقتصادي وضعیت هم اغېز پرېباسي.
د اخوان المسلمین ویاند زیاته کړې، چې اسلامي هېوادونه باید خپلمنځي شخړې د خبرو اترو، سیاسي تفاهم او ورورولۍ له لارې حل کړي، څو د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي او سیمه ییز ثبات پیاوړی شي.



