عبدالملک حوثي امریکا ته: پر ایران برید په ټوله اسلامي نړۍ برید ګڼل کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ بنسټګر مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” امریکا ته په خطاب کې ویلي، چې پر ایران هر ډول پوځي برید به یوازې پر یوه هېواد محدود نه وي، بلکې په ټوله اسلامي نړۍ برید ګڼل کېږي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د سیمې پر هر اسلامي هېواد تېری به پراخ غبرګونونه ولري او د مقاومت محور ځواکونه به چوپ پاتې نه شي.
هغه زیاته کړې، چې د امریکا او د هغې متحدین باید د هر ډول پوځي اقدام له پایلو خبر وي.
د انصارالله مشر همداراز ویلي، که پر ایران برید وشي، نو دا به د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي او شخړه به پراخه شي.
د هغه په وینا، د اسلامي هېوادونو پر ضد هر ډول تېری د امت پر وړاندې تېری دی.
تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



