ډونالډ ټرمپ: ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او د امریکا بهرنيو پوځي اډو او امریکا ته ګواښ پېښوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او د امریکا بهرنۍ پوځي اډې ګواښي او همدارنګه داسې توغندي جوړوي چې ډېر ژر به امریکا ته ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې ایران ته مخکې له دې خبرداری ورکړل شوی چې هېڅکله دې د اتومي وسلو د بیا جوړولو هڅه نه کوي، خو لا هم هڅې کوي چې له صفره پیل وکړي او خپل خطرناک اهداف تعقیب کړي.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا له ایران سره خبرې اترې کوي، خو تر اوسه یې هغه څرګندې خبرې نه دي اورېدلي چې ایران ووايي: “موږ هېڅکله اتومي وسلې نه لرو”.
نوموړي څرګنده کړې چې امریکا د هر ډول احتمالي ګواښ لپاره چمتو ده او د خپلو متحدینو د خونديتوب لپاره به لازم اقدامات کوي.



