کابل ټکی کام (جمعه، ۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د ستر مذهبي-سیاسي ګوند “جماعت اسلامي” پخواني مشر او پېژندل شوي سیاستوال “سراج الحق” د پاکستان- افغانستان ترمنځ د اړېکو وروستی خرابوالی او دا چې وضعیت د رسمي جګړې پر لور روان ښکاري، د اندېښنې وړ بللی دی.
شنونکي او سیاسي څېرې وایي، د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ دا کړکېچ نه یوازې د سیمې پر ثبات منفي اغېز کولای شي، بلکې د دواړو لورو د ولسونو لپاره هم ډېر دردناک او خواشینوونکی وضعیت رامنځته کوي.
دوی ټینګار کوي چې تاوتریخوالی باید پای ومومي او دواړه هېوادونه دې د زغم، تفاهم او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې ستونزې حل کړي، څو د لا زیاتو زیانونو او احتمالي پراخې شخړې مخه ونیول شي.















