کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
امنیتي سرچینې وایي، د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو د خېبر پښتونخوا په میرانشاه او د شمالي وزیرستان اړوند سپینوام کې د پاکستاني پوځ پر کمپونو هوایي بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه بریدونه د «ردالظلم» په نوم عملیاتو په لړ کې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد عملیات د پاکستاني پوځ د تېرې شپې هغو بمباریو ته ځواب بلل شوی چې په د پاکستان پوځي رژيم له خوا په خوست او پکتیا ولایتونو کې په ملکي سيمو ترسره شوې وې.
پروان ماخستن ناوخته د اسلامي امارت مرستيال وياند مولوي حمدالله اللّٰه فطرت د ملکي ټپي شویو خلکو د انځورونو په نشرولو سره ویلي و چې، په خوست او پکتیا کې د پاکستاني پوځ د تېرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.















