کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د امنیت شورا به د مارچ په ۹ مه د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزونې لپاره یوه مهمه غونډه جوړوي. په دې غونډه کې د هېواد سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت، د افغانانو د ژوند شرایط، بشري حقونه او د سولې بهیر اړوند مهمې مسئلې څېړل کېږي.
یوناما تر اوسه د غونډې دقیق جزییات نه دي خپاره کړي، خو د راپورونو له مخې تمه ده چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښهوالي لپاره د نړیوالو هلو ځلو پر څرنګوالي هم خبرې وشي.
همداراز، امنیت شورا د مارچ په ۱۷ مه د یوناما د مأموریت د غځولو پرېکړه کړې، چې د دې مأموریت موده تر مارچ ۲۰۲۶ پورې اوږده شي.
دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې یوناما وکولی شي په افغانستان کې د سولې، امنیت او بشري ملاتړ په چارو کې خپل ماموریت دوام ورکړي.


















