د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې او فعالې “ماهرنګ بلوڅ” ته د عمري بند سزا اورولې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دې قضیه کې د صبغت الله بلوڅ او قادر بلوڅ په ګډون نورو کسانو ته هم ورته سزاوې اورول شوې دي.
ماهرنګ بلوڅ له څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د بلوڅانو د حقونو په اړه د پاکستان د حکومت پر پالیسیو نیوکې کولې او په دې تړاو یې پراخ لاریونونه هم رهبري کړي و.
بل لور ته، په پاکستان کې ځینو سیاسي څېرو د محکمې دغه پرېکړه غندلې او د هغې د عادلانه والي په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د بلوچستان د وضعیت او د بلوڅانو د حقونو موضوع په وروستیو کلونو کې د پاکستان دننه او بهر پراخ بحثونه پارولي دي.



