د ۱.۲۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې قرارداد لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد له مبارز برکتزي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونه او ۷۸۳ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.
وزارت وایي، د پروژې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي او یاده برخه له اولنګ سیمې څخه تر جبل السراج پورې د ۱۲ مترو په پلنوالي په اسفالتي بڼه ورغول شي.
د وزارت په وینا، په دې پروژه کې د پنځو نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.
چارواکي وايي، د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او خنجان – دوشي برخو کې روانې دي، چې موخه یې د هېواد د مهمې ترانزیټي لارې معیاري کول او د تګ راتګ اسانتیا ده.



