لاوروف: د ایران پر ضد د عربي ایتلاف جوړول تېروتنه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاورف” ویلي، چې د ایران پر وړاندې د عربي هېوادونو هر ډول ایتلاف یوه «تېروتنه» ده او تر اوسه پورې په سیمه کې د داسې ایتلاف د رامنځته کېدو څرګندې نښې نه لیدل کېږي.
لاوروف ټینګار کړی، چې د سیمې ستونزې باید د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې حل شي او د کړکېچ د پراخېدو مخه باید ونیول شي. نوموړي همداراز ویلي چې مسکو چمتو دی د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د اسانتیا او منځګړیتوب لپاره هر ډول لازمه مرسته ترسره کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د منځني ختیځ د کړکېچونو پراخېدل به د سیمې ثبات او امنیت ته زیان ورسوي او ټول اړخونه باید سیاسي حل لارو ته لومړیتوب ورکړي.



