عامې روغتیا وزارت په لوګر کې د میندو د روغتیايي خدمتونو لپاره ۲۹۶ زره ډالري تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت وایي، د لوګر ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره یې له یوې همکارې مؤسسې سره د څه باندې ۲۹۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی. د وزارت په وینا، د دې تړون له مخې به د میندو لپاره په ځانګړي روغتیايي مرکز کې خدمات وړاندې کېږي او ۵۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
وزارت زیاتوي، د تېرې غبرګولي میاشتې په ترڅ کې یې په غزني، تخار، جوزجان او میدان وردګ ولایتونو کې د نږدې ۱۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل کړې او یو روغتیايي مرکز یې ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۱ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره د نږدې ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شوي او په همدې موده کې ۲۲ ټنه تاریخ تېره او بېکیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.



