خلیلزاد: پاکستان دې د افغانستان په اړه د خپلو پالیسیو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” ویلي،چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په تړاو د خپلو پالیسیو او اقداماتو په اړه خپل ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.
خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړېکې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره مهمې دي او د هر ډول تګلارې پایلې باید په روڼتیا سره له ولس سره شریکې شي.
نوموړي د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت باید د هغو اقداماتو او دریځونو په اړه حساب ورکړي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو پر اړېکو اغېز لري.
د هغه په وینا، د سیمې ثبات او پرمختګ د متقابل احترام، همکارۍ او روښانه سیاستونو له لارې تضمینېدای شي.
خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button