امریکايي چارواکی: د ایران پر ضد پوځي عملیات ښايي څو اوونۍ دوام وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)

یو امریکايي چارواکي الجزیرې ته ویلي چې د ایران پر ضد روان پوځي عملیات به ښايي د څو ورځو پر ځای څو اوونۍ دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې واشنګټن له مخکې پوهېده دا عملیات به لنډ مهاله نه وي او د اوږدمهاله مقابلې لپاره چمتووالی لري.
د دغه چارواکي په وینا، لا هم په ډاګه نه ده چې د علي خامنه‌يي وژل کېدل به د ایران پر پوځي وړتیاوو او غبرګون څه اغېز ولري، خو د امریکا پوځي عملیات په ځانګړي ډول د ایران د توغندیزو وړتیاوو د له منځه وړلو پر تمرکز روان دي.
هغه ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو بریدونه متمرکز او شدید دي او د پړاوونو په منظم ترتیب نه ترسره کېږي، بلکې د جګړې د پرمختګ او بدلونونو له مخې تنظیمېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button