کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، ایران د اسرائیلو پر پلازمېنه “تل ابیب” د توغندیزو بریدونو تازه څپه پيل کړې ده.
دا بریدونه په تل أبيب ښار متمرکز دي، چېرې چې د اسرائیلو د دفاع وزارت ودانۍ په ګډون یو شمېر مهم پوځي او امنیتي تاسیسات په نښه شوي دي.
عیني شاهدان وایي، د ښار په څو برخو کې د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي او لوګي ترې پورته کېږې.
د اسرائیلو دفاعي سیستمونو د ځینو توغندیو د شنډولو هڅه کړې؛ خو لا هم د بریدونو د بشپړو پایلو او احتمالي زیانونو په اړه رسمي او کره معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه د دواړو لورو له رسمي سرچینو بشپړ او تایید شوي جزییات نه دي وړاندې شوي؛ خو د سیمې امنیتي وضعیت ترینګلی بلل کېږي او د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.


















