کابل ټکی کام(دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت ادعا کړې،چې افغان هوایي ځواکونو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر یو شمېر پوځي تاسیساتو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه د راولپنډۍ په نورخان اډه، د بلوچستان ایالت په کوټه کې د ۱۲ نمبر قول اردو پر مرکز، د خیبر پښتونخوا په مهمندو ایجنسي کې د خویزو کمپ او همدارنګه په غلني کې پر ځینو پوځي قرارګاوو ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا عملیات د هغه څه په غبرګون کې شوي چې وزارت یې د پاکستاني پوځ له لوري په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې ترسره شوي هوايي تجاوزونه بللي دي.
ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که چېرې د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم نقض او بېاحترامي دوام ومومي، نو له سخت او شدید غبرګون سره به مخ شي.

















