وای نت نیوز: ایران د امریکا د اوربند وړاندیز رد کړ

( کابل ټکی کام، دوشنبه ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د وای نت نیوز خبري شبکې
راپور ورکړی چې یو امریکایي چارواکي تهران سره د یوه منځګړي هېواد له لارې اړېکه نیولې، د سمدستي اوربند وړاندیز یې کړی؛ خو ایران په بشپړه توګه رد کړی دی.
د راپور له مخې، ایران باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي له روان وضعیت څخه ژر وتل یقیني کړي، او همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې د اوربند وړاندیز کړی دی.
تر دې دمه د ایران او امریکا له لوري په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي.



